IQNA

حجت‌الاسلام حسیني‌نیشابوري  

  د  اسلامي نړئ د قرآني پارلیمان د جوړیداپروسه؛ له نظرئې تر عملي کولوپورې

5:25 - September 01, 2025
د خبر لمبر: 3491629
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د اسلامي کلتور او  ارتباطاتو د ادارې د قرآني ډیپلماسۍ د مرکز  مشر وویل: د یوه منظم جوړښت اړتیا شته  څو د هیواد ټول قرآني ظرفیتونه او مرکزونه د  اسلامي نړئ لپاره ښې او خوښې  پایلې وړاندې کړي. همدارنګه، د اسلامي نړۍ یوه ستونزه دا ده چې دښمنان د تفرقې اچوونکو عواملو په مرسته د اسلامي نړۍ انرژي ناسم لوري ته بیائي. نو، د قرآن کریم د مفاهیمو پر اساس مونږ دا دسیسې شنډولی او دا لوړ ظرفیت د  یوه نړیوال قرآني پارلمان په بڼه تنظیمولی شو.

کله چې د اسلامي کلتور او  ارتباطاتو  اداره  تاسیس شو، نو د رهبرۍ ستر مقام  یو عبارت کارولی ؤ  چې د دغې  ادارې  نړیوال مقام څرګندوي او د «نړیوال کلتوري مرکز » اصطلاح ئې د بهرنیو چارو لپاره وکاروله. د کلونو په اوږدو کې په دغې  ادارې کې بېلابېل مرکزونه جوړ شوي، لکه د دینونو مرکز.

د اسلامي کلتور او  ارتباطاتو ادارې  د قرآن او تبلیغ نړیوال مرکز دوه برخې لري: یوه ئې د نړیوال تبلیغ برخه  ده چې د هیواد د ۱۲ نورو بنسټونو په ملګرتیا سره ، چې په نړیوال تبلیغ کې ونډه لري او  د ګډو موخو د پرمختګ لپاره له دغې  ادارې سره ملګرتیا کولی شي،جوړ شوی دی.

بله څانګه  د قرآني ډیپلماسۍ  برخه ده. د کلتور او ارشاد وزارت د قرآن او عترت مرستیالئ، د اوقافو او خیریه چارو اداره ، د قرآن عالي شورا، ایکنا، جامعة المصطفی العالمیه، د بهرنیو چارو وزارت او نور بنسټونه د خپل نړیوال مقام له امله په دې برخه کې مرسته کولای شي.

تېر کال د قرآني ډیپلماسۍ په   څانګې کې یوه بله موضوع راپورته شوه چې د قرآني نړیوال پارلمان د جوړېدو خبر ورکوي، خو دا چې دا پارلمان څومره د تحقق وړ دی او کله به ئې د تاسیس شاهد واوسو،  یوه پوښتنه ده. په همدې اړه او د وحدت اونۍ د لمانځنې په درشل کې د قرآني ډیپلماسۍ د مرکز او د دغې سازمان د قرآن او تبلیغ نړیوال مرکز له مشر  له حجت‌الاسلام والمسلمین سید مصطفی حسیني‌نیشابوري، سره خبرې وشوې، چې  ځيني برخې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوو.

ایکنانیوز له حسینی نیشابوري څخه  پوښتنه وکړه چې  تېر کال تاسو د اسلامي کلتور او  ارتباطاتو د ادارې د هوډ په اړه خبرې وکړې چې د   اسلامي نړئ  قرآني مجلس یا پارلمان جوړ کړي، او په دې وروستیو کې د کلتور او ارشاد وزارت د قرآن او عترت په مرستیالۍ کې غونډه هم د دغه پارلیمان یا  مجلس د جوړښت د پروسې د دوام ښودنه کوي. ، نو آیا تاسو دغې نظرئې او د داسې مجلس جوړولو ته ورسېدئ؟  او د دې اړتیا او اهمیت  به څومره  وي،.؟  نو د دوي هم په ځواب کې ووئيل؛له اوږدې مودې راهیسې د قرآني ډیپلماسۍ د برخې مینه‌والو ذهن دې  خبرې  بوخت کړی و چې په کوم پلیټ فارم  او میکانیزم سره کولای شو قرآني  چینل  جوړ کړو  او د قرآن د برخې کسان او دا ظرفیتونه په یو  منظم   چینل کې تنظیم کړي او قرآني تعاملات ترسره کړي ، څو یوه وحدت او انسجام ته ورسیږي، چې اسلامي نړۍ  د قرآن پر  چورلیز خپلې ستونزې د قرآن له لارې حل کړئ شي. دا ذهنیت تر ډېره وخت پورې موجود و تر دې  چې د ایران اسلامي جمهوریت او د اسلامي کلتور اوارتباطاتو د ادارې   مشر تېر کال په مسکو کې د  مسلمانانو د شلمې نړیوالې غونډې په ترڅ کې، چې د ۴۱ هیوادونو په ګډون جوړه شوې وه، دا نظر وړاندې کړ. موخه دا ده چې د قرآني نړیوال مجلس په چوکاټ کې چینل  جوړ شي او په  ګډه سره د مسلمانانو ستونزې د قرآني فرمولونو او دقیق او پیاوړي کړچار له لارې حل شي.

معاونت قرآن و عترت

ایکنانیوز دغه راز ورڅخه وپوښتل  چې تاسو د لیدونکو لپاره وئيلی شئ چې کله به د نړیوال  قرآني مجلس د جوړېدو شاهد واوسو؟نو  هغه  ددې پوښتنې په ځواب کې ووئيل چې د هغه کال هیندارې  له مخې چې مونږ ئې لرو، تقریباً د وږي  یا سنبلې د میاشتې تر پاي پورې د قرآني نړیوال مجلس اساسنامه بشپړه کیږي او د تصویب لپاره د اسلامي  ملګرتیا موسیسې  ته وړاندې کیږي. په پام کې ده چې د څو مخکېنيو غونډو له ترسره کولو وروسته، نورې مخکېنۍ غونډې هم وشي، او وروسته د دې مجلس سکرټریټ د اساسنامې له تصویب سره سم په رسمي توګه خپل کار پیل کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4302356

captcha